د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د ایران د اټومي تاسیساتو تفتیش پيلوي

ښي لاس ته رافایل ګروسي، په منځ کې د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او کیڼ لاس ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي. سپتمبر-۹-۲۰۲۵-قاهره

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رییس ویلي دي چې په مصر کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته موافقه وشوه چې د ایران د اټومي تاسیساتو تفتیش بیا پيل کړي.

رافایل ګروسي تیر ماښام په ایکسپاڼه کې د ایران د اټومي تاسیساتو د څارنې په برخه کې موافقه مهمه وبلله.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تر پرونۍ غونډې وروسته په یوه بیان کې ګواښ کړی که چیرته د ملګرو ملتو د بندیزونو د بیا پیلیدو لپاره کوم ګام واخیستل شي ایران به له دې موافقې په شا شي.

په قاهره کې د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د استازیو پرونۍ غونډه د دواړو خواوو ترمنځ په تیرو دوو میاشتو کې لومړۍ یوه وه.

ایران له اسراییل سره تر دولس ورځنۍ جګړې او د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بمبارۍ وروسته د اټومي انرژۍ له ادارې سره همکارۍ ځنډولې وې.