ملګرو ملتو نن د افغانستان له زلزله ځپلیو سره د نژدې یوسل او څلویښت میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتو په دې اړه په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دې ډول به د افغانستان په ختیځ کې له نیم میلیون ځپل شویو خلکو سره مرسته وکړي.
رویټرز اژانس د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږه کوونکي اندریکا راتوات څرګندونې رااخیستې دي چې وایي، دا هغه شیبه ده چې نړیواله ټولنه باید ژور فکر وکړي او له هغه ولس سره خواخوږي وښیي چې وار له مخه یې ډير کړاوونه زغملي دي.
نوموړي زیاته کړه چې څو اونۍ وروسته به د کونړ په لوړو سیمو کې هوا ډيره سړه شي چې خطر به نور ورسره زیات شي.
د اګست په یو دیرشمه نیټه د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول.