اوکرایني چارواکي د پارلمان د پخواني رئیس د قاتل په لټه کې دي

پولیسو د پارلمان د پخواني ر ئیس د قتل صحنه انسداد کړې.

اوکرایني چارواکو د هغه بریدګر لټون پیل کړی چې د اګست په ۳۰مه یې په لویف ښار کې د پارلمان پخوانی رئیس اندري پاروبي وواژه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ددغه نړیوال شهرت لرونکي سیاستوال قتل "وحشتناکه وژنه" وبلله او ویې ویل چې "ټول اړین ځواکونه او وسیلې" به د مجرم د نیولو لپاره وکارول شي.

زیلینسکي په خپله ویډیو وینا کې وویل: "جرم، له بده مرغه، په زیرکۍ پلان شوی وو. خو د قضیې د حل لپاره ټوله وسه کیږي."

هغه وویل چې د امنیتی خدماتو ادارې ته چې په قضیه کې تحقیقات کوي لارښوونه شوې چې دقیق او تایید شوي معلومات په چټکۍ سره خلکو سره شریک شي.

بلخوا د لویف لوی څارنوال میکولا میرټ، وویل چې د روسیې د هرډول احتمالي لاس لرلو په شمول د قتل ټولې محتملې انګیزې څېړل کیږي.

۵۴ کلن اندری پاروبي یو مشهور سیاستوال وو ، او د اوکراین د ۲۰۱۳-۱۴ کالونو ترمینځ موده کې یې د روس پلوي حکومت خلاف پاڅون کې چې د میدان انقلاب په نوم پیژندل کیږي مهم رول درلوده .

نوموړی په ۲۰۱۶ – ۲۰۱۹ کلونو کې د اوکراین د پارلمان رئیس وو.