د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د جرمني له بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د جمعې په ورخ پر ټیلفون خبرې وکړې.
د راپورونو له مخې دا خبرې تر ډیره په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو په تړاو وې چې جرمني د هغوی د ایستلو ژمنه کړې ده.
تمه ده چې له دې ډلې نژدې پنځوس تنه د دوشنبې په ورځ له اسلام اباده د جرمني هانوور ته په الوتکه کې انتقال شي.
په پاکستان کې تیره اونۍ تر څلور سوه پنځوس ډیر هغه افغانان ونیول شول چې په جرمني کې یې د منلو ژمنې درلودې.
له څه باندې څلورو کلونو راپه دې خوا چې طالبانو کابل نیولی دی، جرمني په لسګونو زره افغانان خپل هیواد ته انتقال کړې دي. د راپورونو له مخې لاهم په پاکستان کې شاوخوا دوه زره درې سوه داسې افغانان شته چې د جرمني له خوا د منلو له ژمنو سره سره په پاکستان کې پاتې دي.