د ایران د فوټبال لوبډلې د افغانستان ملي ټیم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم-ارشیف

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د ایران ملي ټیم درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.

دا لوبه په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د ملتونو د جام په ترڅ کې پرون ترسره شوه. لومړی ګول افغان لوبغاړي امید موسوي په یو ویشتمې دقیقه کې ترسره کړ، خو پنځه دقیقې وروسته ایراني لوبغاړو لوبه مساوي کړه او د لومړۍ برخې تر پای مخکې ایران دوهم ګول وواهه، بیا یې په دوهمه نیمایي کې افغان ټیم ته دریم ګول ورکړ.

افغان لوبډله به د دې لوبو په ترڅ کې خپله دوهم مسابقه د دوشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان سره وکړي.

افغانستان د دې جام لوبو په ( ب) ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره یوځای شوی دی.