زیلینسکي: روسیه د اوکراین پر ختیځ د یوه لوی برید نیت لري

ولادیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، هڅه کوي چې په درې څلورو ورځو کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اروپایي متحدینو سره غونډه وکړي.

ولادیمیر زیلینسکي پرون په کییف کې خبریالانو ته وویل چې د دې غونډې د جوړیدو تکل یې وروسته تر دې کړی چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې نوي برید ته چمتو شوې ده.

زیلینسکي زیاته کړه چې ستراتیژیک ښار پوکروسک ته څیرمه له لومړۍ کرښې سره شاوخوا یولک روسیي پوځیان راغونډ شوي.

ټرمپ د اګست په پنځلسمه په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو پرمهال هغه وهڅاوه چې د اوکراین له ولسمشر سره خبرو ته کښیني، خو تر دې دمه دا غونډه نه ده شوې. نژدې اونۍ مخکې ټرمپ وویل، که دا خبرې ونه شي نو په دوو اونیو کې به د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه پریکړه وکړي.

د اګست په ۲۶مه، ولسمشر ټرمپ په مسکو باندې د نویو بندیزونو د لګولو د امکاناتو خبره هم وکړه، خو ویې ویل چې دا به نړیواله جګړه نه وي، اقتصادي جګړه به وي. ښاغلي ټرمپ په ورته وخت کې وویل چې زیلینسکي هم په بشپړ ډول بې ګناه نه دی.