د افغانستان په ختیځ کې نن یوشمیر ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي واکسین ورکول کیږي

ارشیف

نن( د اګست ۳۰مه) د افغانستان په ختیځ کې په ولایتي کچه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د مخنیوي کمپاین پیلیږي.

له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې د دې کمپاین خبر ورکړ. د دې بنسټ په وینا، د ننګرهار او لغمان ولایتونو په دوو ولسوالیو کې به نن ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا سږکال په افغانستان کې د پولیو دوې مثبتې پیښې ثبت شوي، یوه په بادغیس او بله په هلمند کې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو مثبتې پیښې لیدل کیږي.