د جاپان او هند د صدراعظمانو لیدنه کتنه په توکیو کې

د هند صدراعظم نریندرا مودي

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن په توکیو کې د جاپان له صدراعظم شګیرو ایشیبا سره ګوري.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې تمه ده چې په دې غونډه کې موافقه وشي چې د راتلونکې یوې لسیزې په مخه د جاپان او هند ترمنځ د شخصي پانګونې کچه تر اته شپیته میلیارډه ډالرو پورې زیاته شي، همداراز د بشري منابعو د تبادلې کچه تر راتلونکو پنځو کلونو پورې نیم میلیون کسانو ته ورسیږي.

هند او جاپان د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تعرفې پرې زیاتې کړې دي.