ټاکل شوې ده چې یوه ډله افغانان د دوشنبې په ورځ له اسلام اباده جرمني ته انتقال شي.
جرمني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په وینا خبر ورکړی دی چې شاوخوا پنځوس افغانان به د جرمني هانورو ښار ته په الوتکه کې ولیږدي.
دا کسان د هغو شاوخوا دوه زره درې سوه افغانانو له ډلې دي چې په پاکستان کې اوسي او جرمني یې د منلو ژمنه کړې ده.
په وروستیو کې د نورو کډوالو ترڅنګ په پاکستان کې پر دغو افغانانو فشارونه زیات شوې دي او د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له دې ډلې تر څلور سوه پنځوس ډير افغانان پاکستاني پولیسو نیولي و چې نژدې نیمایي یې د برلین د هڅو له امله بیرته خوشي شوې دي.
له څه باندې څلور کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی، جرمني په لسګونو زره افغانان خپل هیواد ته انتقال کړې دي.