د امریکا د نړیوالې مذهبي آزادۍ کمیسیون (USCIRF) د هغو افغانانو لپاره د نوي خوندیتوب او لارو چارو غوښتنه کړې چې د مذهبي ځورونې سره د مخامخ کیدو خطر یې زیات دی.
د دې ادارې د اعلامیې له مخې چې د چارشنبې په ماښام خپره شوه، راغلي چې تر اوسه، طالبانو د اسلام د یوه تعبیر په عملي کولو سره هغه کسان چې مختلف نظرونه یا مذهبي عقیدې لري، تابع او په نښه کړي دي.
د دې ادارې رییسې ویکي هارټزلر له قوله راغلي:
"په څلورو کلونو کې، طالبانو په افغانستان کې مذهبي ازادۍ په بشپړه توګه له منځه وړې دي. ټول افغانان، د مذهبي اقلیتونو په ګډون، د ځورول کېدو له سخت خطر سره مخامخ دي. د طالبانو تش په نامه 'اخلاقي قانون' د ظلم یو سخت سیسټم نور هم پیاوړی کوي، په عامه او مذهبي ژوند کې د افغان ښځو ګډون له منځه وړي او مذهبي اقلیتونه د زیان له جدي خطر سره مخامخ کوي."
د دې میاشتې په پیل کې، USCIRF د طالبانو امربالمعروف و نهی عن المنکر د قانون په اړه یو راپور خپور کړ. د ۲۰۲۵ کال په خپل کلني راپور کې دې ادارې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې افغانستان د مذهبي ازادۍ د سیستماتیک، دوامداره او سختو سرغړونو له امله د ځانګړې اندیښنې وړ هیواد په توګه وپېژني.
طالبانو سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې دوی د ټولو مذهبي اقلیتونو حقونو ته ژمن دي.