د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان عدلي سیستم د عدالت نه بلکې د بیرې له لارې پر مخ وړي

Amnesty international

د بخښنې نړیوال سازمان وايي: د طالبانو عدلي سیستم د بیرې له لارې پرمخ وړل کیږي - نه د عدالت له لارې.

د پنجشنبې په ورځ پر ایکس پاڼه دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې پخوانیو قاضیانو، وکیلانو، د بشري حقونو مدافعینو او حقوقي کارپوهانو په دې اړه معلومات شریک کړي چې د بیرې دا سیستم څنګه مخته وړل کیږي.

وروسته راغلي چې طالبان باید مسؤل وګڼل شي. په دې اعلامیه کې له خلکو غوښتنه شوې چې پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د طالبانو د حکومت د دې ادارې په وینا د څلورو کلونو بې عدالتۍ ته د ځواب لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې اعلامیه کې زیاته کړې چې له هغه وخته چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړ، افغانستان د بشري حقونو په برخه کې په دوامداره توګه شاتګ کړی دی. ښځې د ژوند له ټولو اړخونو څخه منع شوې دي، د شکنجې او بد چلند په څیر ناوړه ګټه اخیستنې، خپل سري توقیفونه، جبري ورکیدل، سانسور او نور، په بشپړ معافیت سره دوام لري. د بیان د آزادۍ، سوله ایزې غونډې او د ښځو د سیاسي ګډون پر وړاندي سخت محدودیتونه لا هم دوام لري. د بدني سزاوو عملي کېدل او د خپلواکې قضايي قوې نشتوالي نور هم زیان اړولی دی چې له کبله یې قربانیان عدالت ته د هیڅ ډول مرستې پرته پاته کیږي.