امریکايي محکمې د افغانستان د کنګل شویو پیسو ترلاسه کولو لپاره د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو غوښتنه رد کړه

د امریکا د فدرال استیناف محکمې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو او د افریقا په سفارتونو کې د ۱۹۹۸ کال د القاعده د بمي چاودنو د قربانیانو د کورنیو هغه هڅې رد کړې چې غوښتل یې د افغانستان بانک له کنګل شوي شتمنۍ څخه ملیاردونو ډالره تاوان ورکړل شي.

په مانهاټن کې د استیناف دوهمې محکمې وویل چې د نیویارک په فدرال ریزرف بانک کې ساتل شوي د افغانستان ۳.۵ ملیارد ډالر د بهرني حاکمیت د معافیت تر قانون (FSIA) لاندې خوندي دي.

د دې قانون له مخې دولتي شتمنۍ د جریمې په توګه نشي تر لاسه کېدای.

محکمې ټینګار کړی چې د افغانستان بانک (DAB)، یوه دولتي اداره ده او له همدې امله له هغو عریضو معافیت لري چې د طالبانو د حکومت پر ضد کیږي.

د قربانیانو کورنیو استدلال کړی و چې د افغانستان زیرمې باید د خسارې په توګه وکارول شي ځکه چې په هغو کلونو کې د طالبانو حکومت د دغو بریدونو تر شا د لاس لرونکې ډلې (القاعده) غړو ته خوندي ځای ورکړی و.

القاعدې د سپتمبر د یوولسمې بریدونو مسولیت منلی و چې په نیویارک، واشنګټن او پنسلوانیا کې یې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل، او همداراز القاعده شبکې په ۱۹۹۸ کال کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا په سفارتونو بمي بریدونه وکړل، چې ۲۲۴ کسان یې ووژل.