په پاکستان کې د ورښتونو له امله ۲۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی

په پاکستان کې سیلونه-ارشیف

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر دوه نیم سوه ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خیبرپښتونخوا د چارواکو او ژغورونکو په وینا یوازې په بونیر کې د تلفاتو شمیر تر دوه سوو اوړي، لس تنه په ګلګت بلتستان او نولس نور د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې وژل شوې دي.

چارواکي وایي چې یوه هیلکوپتر چې سیل ځپلیو ته یې مرستې رسولې د باجوړ لور ته د خرابې هوا له امله لویدلې ده او د عملې پنځه غړي یې هم په دې پیښه کې وژل شوې دي.

په سوات کې د سیندونو د اوبو د زیاتیدو له امله تر دوه زره ډیرو کسانو خپل کورونه پرې ایښې دي او خوندي ځایونو ته لیږدیدلې دي.

چارواکو ویره ښودلې ده چې تلفات ممکن تر دې پسې زیات شي.