د طالبانو حکومت او د قرغزستان حکومت اقتصادي او د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ دا موافقه د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د سفر په جریان کې وشوه.
د راپورونو له مخې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د تسهیل تر څنګ قرغزستان ژمنه کړې چې سوداګریزې ویزې به اسانه کړي، بانکي اړیکې به ښه کړي او د افغان سوداګرو لپاره به د ترانسپورت لارې اسانه کړي.
مخکې تر دې قرغزستان سږ کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه لرې کړل.
د دې تر څنګ په منځنۍ اسیا هیوادونو کې ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د پایپ لاین پر یوه لویه پروژه کار بیا پیل کړی دی او ازبکستان په اګست میاشت کې له کابل سره د 2.5 ملیارد ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.