د فرانسې په ځنګلونو کې لګیدلی اور کنټرول شوی

د فرانسې د لګیدلیو اورونو د اغیزو تصویر

چارواکي د فرانسې په جنوب کې خبرداری ورکوي چې له سې شنبې راهیسې په ځنګلونو کې لګیدلي اورونه ښایي د تودې هوا له امله بیرته خپاره شي.

چارواکو نن وویل چې دا اورونه نن کنټرول شوې دي خو د دې لپاره چې هوا په سیمه کې د سانتي ګرید تر دیرش درجو لوړه ده، دا ویره شته چې بیرته د اور لمبې خپرې شي.

دا اورونه چې شاوخوا یوسل و شپیته کیلومتره مربع ساحه یې نیولې وه، د یوه کس ژوند یې واخیست، لږ تر لږه یو ویشت تنه یې ټپيان کړل او د نژدې شپږ دیرش کورونو د سوځیدو سبب شول.

د فرانسې په جنوب کې دا اورلګیدنه په تیرو څو لسیزو کې بیساری بلل شوې ده.