په واڼه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې

د خیبرپښتونخوا پولیس تر یوې چاودنې وروسته- ارشیف

د خیرپښتونخوا په واڼه ښار کې د سړک د غاړې بمي چاودنې د چارواکو په وینا دوه پولیس وژلي او څوارلس تنه نور یې چې اکثر یې لارویان وو، ټپيان کړې دي.

دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ وشوه.

د سیمه ییزو پولیسو د مشر په وینا، بم هغه مهال وچاودید کله چې د پولیسو موټر په ګزمې روان و.

په وروستیو اونیو کې، په پاکستان کې د یاغیانو بریدونه زیات شوي، چې لسګونه پاکستاني امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

په عین حال کې، د پاکستان حکومت د باجوړ په سیمه کې د پوځي عملیاتو د پیلولو لپاره چمتووالی نیسي، چیرې چې قومي مشران هڅه کوي د نښتو مخه ونیسي.

که څه هم په واڼه کې د شوې چاودنې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی، خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) تر دې مخکې د ډیرو دا ډول بریدونو پړه په غاړه اخیستې ده.