د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې هوايي ډګر ته نژدې د اوکرایني بې پیلوټه الوتکو تر برید وروسته د تیلو یوه ټانک اور واخیست.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې اور هغه وخت ولګېد چې د لوېدلي ډرون ټوټې د تیلو ذخیره کولو له تاسیساتو سره ولګېدې.
د سیمې د والي په وینا، د اور د کنټرول لپاره تر ۱۰۰ زیات ژغورونکي او ۳۵ د اور وژنې ماشینونه د اور وژنې ځای ته لېږل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې یوه بې پیلوټه الوتکه تر چاودنې مخکې ساحې ته نژدې کیږي، خو دا ويډیوګانې په خپلواکه توګه نه دې تایید شوې.
د سوچي نړیوال هوایی ډګر د ډرون د تهدید له امله په موقتي ډول تړل شوی و، خو د یکشنبې په سهار بیرته پرانیستل شو.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دوی د شپې په تور سمندر او نورو سیمو کې تر ۹۰ زیات اوکرایني ډرونونه ویشتلي دي، خو د زیان یا تلفاتو د کچې په اړه یې هیڅ توضیحات نه دي ورکړي.
پر اوکراین پراخه جګړه د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د مسکو پیل کړې وه.