د امریکا ولسمشر د چهارشنبې په ورځ، )د زمري په ۸مه( اعلان وکړ چې له هند څخه پر واردېدونکو توکو به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي، او پر دغه هېواد به یوه بله نامعلومه جریمه هم تطبیق کړي، چې علت یې له روسیې د وسلو او تېلو پېرل دي.
دغه اقدامات به د اګست له لومړۍ نېټې (د زمري له ۱۰مې) عملي شي.
ډونالډ ټرمپ همداراز یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې پر ټولو نیمهپروسس شویو مسي محصولاتو او د مسو پر مشتقونو ۵۰ سلنه تعرفه وضع شوه، چې له نننۍ پنجشنبې څخه به پلې شي.
د ټرمپ دا پرېکړه ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو څو میاشتنیو خبرو د ځنډېدو سبب شي، او له دې سره به واشنګټن خپل ستراتیژیک شریک او د چین پر وړاندې مهم انډول رامنځته کوونکی ځواک له لاسه ورکړي.
د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشیال کې لیکلي:
«که څه هم هند زموږ دوست دی، خو موږ له هغوی سره له کلونو راهیسې نسبتاً محدود تجارت درلود، ځکه د دوی تعرفې ډېرې لوړې دي – تر ټولو لوړې تعرفې په نړۍ کې – او تر ټولو سخت او له توهینه ډک غیرمالي سوداګریز خنډونه لري.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړې:
«هغوی تل د خپلو پوځي تجهیزاتو ډېره برخه له روسیې اخیستې، او د چین ترڅنګ، د روسیې د انرژۍ تر ټولو ستر پېرودونکي دي، هغه هم په داسې وخت کې چې ټول غواړي روسیه دې له اوکراین سره جګړه ودروي؛ دا ښه خبره نه ده!»
د هند حکومت په غبرګون کې ویلي، چې د ټرمپ د پرېکړې پایلې ارزوي، او همداراز له امریکا سره د یوه عادلانه سوداګریز توافق لپاره ژمن دی.
د هند په رسمي اعلامیه کې راغلي:
«هند او متحده ایالاتو په تېرو میاشتو کې د یوه منصفانه، متوازنه او د دواړو لورو لپاره ګټور دوهاړخیز سوداګریز تړون په اړه خبرې کړې دي. موږ لا هم دې هدف ته ژمن یو.»