سعودي عربستان په سوریه کې له ۴ تر ۶ میلیارد ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان یو لوی سوداګري پلاوی دمشق ته تللی چې په سوریې کې له څلور تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د پانګونې موافقې لاسلیک کړي.

دا پلاوی چې مشري یې د سعودي د پانګونې وزیر خالد بن‌عبدالعزیز الفالح کوي، د شاوخوا ۱۳۰ سترو سعودي سوداګرو په ملتيا روانه اوونۍ (د زمري میاشتې په لومړۍ نېټه) دمشق ته ورسېد او د سوریې د دوه ورځني پانګونې په کنفرانس کې یې ګډون وکړ.

سعودي عربستان، ترکيه او متحده عربي امارات د سوریې د مؤقت حکومت تر ټولو مهم ملاتړي بلل کېږي.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر، حمزه المصطفی، ویلي چې سعودي پلاوی به د دې سفر په ترڅ کې د سوریې له حکومت سره له ۴ تر ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسلیک کړي. خو د سعودي رسمي خبري آژانس د څلور میلیارد ډالرو د موافقو یادونه کړې ده.