ملګرو ملتونو په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د حجاب د سرغړونې په تور د یو شمېر ښځو په نیولو اندېښنه ښکاره کړه.
طالب چارواکو دا ډول نیونې رد کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت پرون (دوشنبې)(UNAMA) وویل: «موږ د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې پورې د ګڼو ښځو او نجونو د نیول کېدو له امله اندېښمن یوو،»
یوناما په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «دا پېښې ښځې او نجونې له ټولنې نورې هم ګوښه کوي، د وېرې فضا ته وده ورکوي، او د ولس باور کموي.» ادارې زیاته کړې چې په دې تړاو یې له چارواکو سره تماس نیولی دی.
تېره اوونۍ یوه عیني شاهد فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي و چې د کابل په مرکز کې یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسان په داسي حال کې ولیدل چې «دوو ښځو ته یې وویل چې له دوی سره موټر ته وخېژي.»