جرمني د څو طالب دیپلوماتانو منلو ته تیار شو

جرمني د اروپايي اتحادیې لومړنی هېواد شو چې طالبانو ته اجازه ورکوي، چې خپل استازي دې هېواد ته واستوي ترڅو له جرمني څخه د افغان وګړو د ایستلو په بهیر کې مرسته وکړي.

جرمني دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریند، د رد شویو او په جرمونو د ککړو پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ وکړ.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، جرمني د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درولی و. خو دغه هیواد د جمعې په ورځ افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د بیرته استولو بهیر بیا پيل کړ.

د جمعې په ورځ جرمني ۸۱ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل.

د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د دوو افغان قونسلي کارکوونکو د وراستولو اجازه یې ورکړې ده.

د حکومت ویاند، شټیفن کورنیلیوس، ویلي: دا قونسلي مامورین به د نورو پلان شویو ایستل کېدونکو کسانو په لېږلو کې همکاري وکړي.

برلین ټینګار کړی چې دا پرېکړه د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

د "فرانکفورټر الګماینه سایتونګ" ورځپاڼې د راپور له مخې، دا یوازې د عملي همکارۍ یو محدود اقدام بلل شوی.