د هوا پېژندنې ادارې د نن لپاره د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې پر اساس خبر ورکړی چې نن سېشنبې د ننګرهار، کاپیسا، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو په ځینو سیمو کې د بارانونو او واورو د اورېدو امکان شته.
وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلونو او اوبو د کچې د لوړېدو پرمهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې بیا بیا له طبیعي پېښو په تېره بیا سیلونو سره مخامخ کېږي.
د چاپریال ساتنې متخصصان وايي، افغانستان یو له څو هیوادونو څخه دی چې له اقلیمي بدلون څخه ډېر اغېزمن شوی دی.