د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۵۳ کسان یې له داعش ډلې سره د احتمالي تړاو په تور نیولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، نن جمعه (۲۷ سرطان) په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دا کسان د عملیاتو په ترڅ کې د ازمیر او موغلا، هاتای او ماردین، او سامسون په شمول د ترکیې په ۲۸ ولایتونو کې نیول شوي دي.
ده زیاته کړې چې دا کسان د یوې ترهګرې ډلې په ګټه د مالي مرستو او تبلیغاتو په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه عملیات د ترکیې د استخباراتي ادارو په همغږۍ او د یو شمېر بهرنیو ادارو په همکارۍ شوي دي.
ترکیه له سوریې سره شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري. داعش د مې میاشتې په وروستیو کې د سوریې په جنوب کې یو برید وکړ، چې د نوي حکومت ځواکونه یې په نښه کړي وو.