چارواکي وايي په کورمه کې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي.
د پولیسو یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط دازادی اروپا راډیو/ مشال څانګې ته وویل چې په پیوار شرمه خېلو کې سهار مهال غبرګې چاودنې وشوې چې پکې ځايي خلکو ته مرګژوبله واوښتله. نوموړی وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا د ریموټ کنټرول بم چاودنې وې.
د پاړه چینار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان هم مشال راډیو ته ویلي دي چې هغوی ته څلور ټپی کسان وروړل شوي وو چې د یوه حالت نازک وو او هغه د درملنې لپاره پېښور ته استول شوی دی.
په سیمه کې د پولیسو چارواکو وویل ، دم ګړۍ معلومات نه لري چې د برید تر شا به څوک لاس لري؟ خو پلټنې روانې دي.
کومې وسلوالې ډلې هم ددغه خبر تر لیکلو په دې اړه څه نه وو ویلي.
په کورمه کې د شیعه او سني ډلو او د مختلفو قبیلو ترمینځ خپلمنځي تربګنۍ هم موجودې دي چې کله کله پکې ولسي کسان وژل کېږي.