ښکلا ځاځۍ: تش لاس نه بلکې د یوه غښتلي هنر په بدرګه درېیم هېواد ته روانه یم

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لکونه افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول. د دغو افغانانو په منځ کې د ښکلا ځاځۍ کورنۍ هم ده چې له افغانستانه وتلې او درېیم هېواد ته د تلو په انتظار په پېښور کې مېشته ده. ښکلا په پېښور کې د خپلې هستوګنې نه په ګټه اخیستو رباب زده کړ. دا ۱۴ کلنه افغانه کډواله په دې توانېدلې ده چې په نشترهال او نورو لویو کلتوري مرکزونو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي. ښکلا وايي، درېیم هېواد ته تش لاس نه ده روانه، یو هنر هم له ځانه سره وړي او د سوچه افغاني موسیقۍ خدمت به جاري ساتي. :