یوناما امنیت شورا ته د افغانستان راپور وړاندې کوي

UNAMA logo

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي( یوناما) مشره بل سبا د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

یوناما په فیسبوکپاڼه کې لیکلي دي چې روزا اوتنبایوا به دا درې میاشتنی راپور د دوشنبې په ورځ د کابل پر وخت د ماښام اووه نیمې بجې په نیویارک کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

یوناما د روان میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې دې ته اشارې درلودې چې دا بنسټ په افغانستان کې واکمن طالبان هڅوي چې د بشري حقونو د وضعیت ښه کیدو ته توجه زیاته کړي. یوناما په خپل مخکني درې میاشتني راپور کې په ځانګړي ډول په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو پیښو ته اندیښه ښودلې وه او ویلي یې و چې دا ډول سزاګانې چې له بشري حقونو څخه سرغړونې دي، زیاتې شوې دي.