د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د جون پر ۲۰مه په یو ډرون برید کې یو ماشوم وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي.
د سیمې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې برید د مکین په دشکه سیمه کې شوی دی. د ده په وینا، په ډرون برید کې د یو ښوونځي زدهکوونکي لګېدلي دي..
دغه چارواکی وايي ژوبل ماشومان د زرمک روغتون ته رسول شوي چیرته چې د هغوی درملنه روانه ده.
په شمالي او جنوبي وزیرستان او څېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم په ډرون بریدونو کې ملکي کسان او په ځانګړي ډول ماشومان مړه او ژوبل شوي دي چې پر ضد یې خلکو مظاهرې او پرلتونه هم کړي دي.