ټاکل شوې ده چې نن په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو یوشمیر اروپایي سیالانو سره غونډه وکړي.
که څه هم تر دې مخکې عباس عراقچي ویلي و چې تر هغو به یې هیواد خبرو ته چمتو نه شي چې پر ایران د اسراییل بریدونه روان وي، خو د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې اوس عراقچي هیلمن دی چې له یوې اونۍ راهیسې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه دیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي.
د جینوا په ننۍ غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران، همداراز د اروپایي ټولنې یوشمیر استازي برخه واخلي.
د دې خبرو تر پیلیدو مخکې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي عراقچي په وینا د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړ چې وایي، د ایران د بالستیک توغندیو په تړاو خبرې ممکن نه دي او په جینوا کې به پر سیمه ییزې ستونزې او د ایران پر اټومي پروګرام تمرکز وشي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لېمي وویل، اوس د دیپلوماسي لپاره دوې اونۍ وخت شته چې یوه حل لاره ومومو. د ښاغلي لېمې اشاره د امریکا د ولسمشر خبرو ته وه چې پرون د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت وویل، ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو دوو اونیو کې پریکړه وکړي چې د ایران په جګړه کې مستقیمه برخه واخلي که نه.