روزا اوتونبایوا د یوناما مشره په داسې حال کې چې ملګروملتونو دافغانستان د وضعیت په هکله خپل نوی رپوټ نن خپور کړ، راتلونکې دوشنبې( جون ۲۳ مه) امنیت شورا ته وینا کوي.
یوناما ، په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسیاسي استازولی دفتر دپنجشبې په ورځ دا خبر په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړ.
میرمن اوتونبایوا په خپل روستي رپوټ کې پر افغان مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو د دوام له کبله ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه.
بلخوا ،دملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه رپوټ کې وايي چې دروان میلادي کال دفبروري له لومړي نیټې د اپریل تر دیرشمې په افغانستان کې د امنیت او سلامتیا اړوند څه دپاسه ۲ زره پیښې ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي رپوټ چې نن پنجشنبې خپور شوی زیاتوي چې دغه شمیر د تیرکال په تناسب ،دپیښو په سلو کې درې زیاتوالی ښیي.
د ملګري ملتونو سرمنشي په رپوټ کې د اسلامي دولت یا داعش په شمول د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونو ته هم اشاره شوې خو وايی دغو ډلو تراوسه د افغانستان هیڅ کومه سیمه ترخپل کنټرول لاندې نه ده راوستلې.
د طالبانو حکومت تراوسه ددغه رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.