د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغو هیوادونو چې د روسیې د یرغل په وړاندې د کیف ملاتړ کوي، وغوښتل چې په مسکو بندیزونو ته زور ورکړي، او ویې ویل چې کریملین د لویو تلفاتو پروا نه لري خو د کافي اقتصادي فشار په نتیجه کې کیدای شي له جګړې لاس واخلي.
زیلنسکي داخبره پرون د ویډیو لینک له لاری په پراګ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس د پیل غونډې ته وکړه.
د زیلنسکي لدغو خبرو څو ساعته مخکې ، روسیې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف یو ځل بیا دشپې په مهال برید وکړ.
د Globsec ، ګلوبسک امنیتي کنفرانس ته د هغه څرګندونې په داسې حال کې وشوې چې د روسیې او اوکراین ترمینځ د اسیرانو او بندیانو د تبادلې لړۍ دوام لري. اوکراین او روسیه ټپیان او ناروغه جنګیالي بیرته خپل هیواد ته راستنوي.
ګلوبسک کنفراس ته په خپله وینا کې، زیلینسکي له هیوادونو څخه داهم وغوښتل چې د ډرون یا بی پیلوټه الوتکو تولید زیات کړي او د روسیې د برید د مخنیوي لپاره نور ګامونه پورته کړي.
هغه وویل چې اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د ځواکونو په وړاندې "د دفاع لومړۍ کرښه" ده.