د طالبانو د حکومت د ټرافیکو ریاست وايي چې د لوی اختر په رخصتیو کې یې په ټول افغانستان کې له ۱۱۷ څخه زیاتې ترافیکي پیښې ثبت کړې دي.
دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې اعلامیه کې وویل چې په دې پیښو کې ۴۳ کسه مړه او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې په مړو کې ۳۱ نارینه، دوه ښځې او لس ماشومان شامل دي.
د پیښو په ټپیانو کې ۱۲۳ نارینه، ۱۱ ښځې او ۲۴ ماشومان شامل دي.
دترافیکو ریاست دا پیښې د موټر چلولو پرمهال د خلکو بې احتیاطي ته منسوب کړې.
د سړکونو خراب حالت، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پیښو اصلي عوامل ګڼل کیږي.