ایران: له افغانستانه د تریاکو قاچاق نه دی دریدلی

افغانستان-طالبان-کوکنار

د ایران د نشه ای موادو د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني وایي چې لاهم له افغانستانه ایران ته تریاک قاچاقیږي.

د ایران ایسنا خبرې اژانس پرون( د جون ۹ مه) د محمد نریماني په وینا خبر ورکړ چې وایي، په افغانستان کې د نشه اي توکو تولید کم شوی دی خو داسې ښکاري چې د تریاکو له پخوانیو زیرمو ایران ته قاچاق روان دی. ښاغلي نریمانی زیاته کړه چې په افغانستان کې د متامفتامین تولید هم په زیاتیدو دی.

نریماني دا مخدر مواد د شانګهای سازمان د ټولو غړیو هیوادونو او سیمې لپاره ننګونه وبلله.

طالبانو د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

ملګرو ملتو سږکال د مارچ په میاشت کې اټکل کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر تر بندیز مخکې دومره تریاک زیرمه شوې دي چې تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې د قاچاقبرانو لپاره کافي دي.