په کابل کې وسله واله نښته وشوه

کابل-افغانستان

تیره شپه د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې نښته وشوه. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا پيښه کورنیو رسنیو ته تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.

طالبانو ویلي دي چې دوی د کابل په پنځلسمه ناحیه کې د قصبې په سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای حمله کړې ده.

طالبانو د تیر یوه کال په ترڅ کې بیا بیا دا خبره کړې ده چې داعش ډله په افغانستان کې تر ډیره ځپل شوې ده، په ورته وخت کې طالبانو دا تور لګولی دی چې د داعش ډلې مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو مخکني استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې پاکستان له داعش خراسان څانګې څخه د خپلو اهدافو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.

پاکستان دا تورونه رد کړې دي.