امیرخان متقی د پولنډ ځانګړي استازي سره کتلي

امیرخان متقی د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د چارو لپاره د پولنډ د ځانګړي استازي ویټولډ سبکو سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د لیدنې خبر ورکړ.

وزارت د سه شنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، په اروپا کې او په ځانګړې توګه پولنډ کې د افغان کډوالو د ستونزو او ځینو نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له پولنډ څخه وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د اړیکو کچه لوړه کړي.

اعلامیه وايی چې د پولنډ ځانګړي استازي ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې د انتخابونو په اړه فکر کوي او د افغان کډوالو د ستونزو په حل یې هم ټینګار کړي.