د لوی اختر په درشل کې پرون د پروان د کرهنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست خبر ورکړ چې د کانګو ناروغۍ له امله په دغه ولایت کې دوه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځلس تنه نور پرې اخته شوې دي.
دغهَ ریاست پرون دا راپور په داسې وخت کې ورکړ چې په کابل کې انتاني روغتون د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې د کانګو د سلو مشکوکو پیښو د ثتبدیو خبر ورکړ.
د انتاني روغتون مسوولینو په کابل کې رسنیو ته وویل چې د تیرکال په پرتله سږکال د کانګو پیښې له لسو تر پنځلس فیصدو پورې زیاتې شوې دي.
ډاکټران لارښوونه کوي چې د اختر په ورځو کې چې د شنبې په ورځ یې لومړۍ ورځ ده، د څارویو د حلالیدو پرمهال دې خلک دست کش په لاس کړي او ماسک دې وتړي.
کانګو یو ډول وژونکې ناروغي ده چې اخته کس په سخته تبه اخته کیږي او د پوزې له لارې یې ډیره وینه ورسره بهیږي.
د کانګو ویروس د څاروي په پوستکي یا د وړیو لاندې وي، دا ویروس پر حیواناتو اغیز نه کوي خو د حیوان د وینې له لارې انسان ته انتقالیږي او که په وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي وژونکې ده.