اوکراین: روسیي الوتکې مو روسیې ته په قاچاق شویو ډرون الوتکو ویشتلي

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي او د اوکراین د امنیتي خدماتو مشر مالیوک په کیف کې

اوکراین وايي چې د روسیې د خاورې دننه یې هغه جنګي الوتکې په نښه کړې دي چې تر لرې لرې واټنونو پورې سفر کولی شي.

د اوکرایني چارواکو له ادعا سره سم دا روسیي الوتکي یې په هغو ډرونونو ویشتلي دي چې په لاریو کې یې د لرګیو په صندوقونو کې ځای پرځای کړي وو او روسیې ته یې قاچاقي لیږلي وو.

د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې ممکن د جون د لومړۍ نیټې په برید کې تر ۴۰ پورې روسي جنګي الوتکې په نښه شوې وي.

SBU وروسته په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د دې بریدونو په ترڅ کې څلوردیرش په سلو کې هغه الوتکي ویشتل شوې دي چې ستراتیژیک کروز توغندي لیږدوي. د اوکراین په باور د دغو بریدونو له امله روسیې ته شاوخوا اووه میلیارډه ډالر زیان اوښتی دی.

په ورته وخت کې، د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومانداني وایي، چې د روسیې یو توغندی د شپې په مخه په یوه روزنیز مرکز ولګېد، چې لږترلږه ۱۲ سرتیري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.