د غزې روغتیايي چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي پنځمه) د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي، چې ۳۳ تنه یې په یوه ښوونځي کې وژل شوي چې د خلکو د پناه ځای په توګه ورڅخه کار اخیست.
د اسراییل پوځ ویلي چې هغه کسان یې په نښه کړي چې له دغه ښوونځي څخه یې عملیات کول.
د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت د عاجلو خدماتو مشر فهمي عوض، وویل چې د غزې ښار د دراج په سیمه کې پر ښوونځي برید لږ تر لږه ۵۵ تنه ټپیان کړي. هغه زیاته کړه چې د دې پېښې په وژل شویو کسانو کې یو پلار او پنځه ماشومان یې هم شامل دي.
نوموړي وویل: ښوونځي درې ځله هغه مهال وویشتل شو چې خلک پکې ویده وو، او د بېځایه شویو کسانو وسایل وسوځول شول. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي اور مړه کړي او د سوځېدلو جسدونو پاتې شوني راټول کړي.
د اسراییل پوځ ویلي چې د حماس او اسلامي جهاد له خوا د استخباراتي معلوماتو د قوماندې یو مرکز یې ویشتلی دی.
اسراییل بیا هم ټینګار کوي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مسوولیت حماس ته ور ګرځي، ځکه چې د دوی په وینا، حماس خپل فعالیتونه په استوګنو سیمو کې ترسره کوي.
د غزې ښار شفا روغتون وايي، په یوه جلا برید کې چې پر یوه کور ترسره شوی، د یوې کورنۍ ۱۹ غړي وژل شوي، چې پنځه ښځې او دوه ماشومان هم پکې شامل دي.