د ایران د تیلو وزیر د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د حکومت پالیسي یې دا ده چې له ګاونډي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې ژورې کړي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې.
د ایران د تیلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت وزیر محسن پاکنجاد د سې شنبې په ورځ له هدایت الله بدري سره د لیدو پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او افغانستان ته د پترولو محصولاتو پر صادراتو، د کاري ځواک پر روزنه، د ګازو پر صادراتو او د افغانستان د طبیعي ګازو د صنعت پر پراختیا يې ټینګار وکړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړ چې د کانونو سرچینو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
بدري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی، د کانونو متخصصینو او څیړونکو په دوهم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي مشري کوي، چې روانه اونۍ په ایران کې ترسره کیږي.