ولې د چایو نړیواله ورځ نمانځل کیږي؟

د مې ۲۱مه په نړۍ کې د چایو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ ملګرو ملتونو د چایو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده چې د دې څښاک اهمیت او ارزښت پر نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له کلتوري پلوه هم په ګوته کړي.

چای په ډیری ټولنو کې مانا لرونکی رول لوبوي. په افغانستان کې هم چای یو مهم څښاک دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چای تر اوبو وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات مصرفېدونکی څښاک دی. داسې انګیرل کیږي چې د چای سرچینه د هند په شمال ختیځ، شمالي میانمار او سویل لویدیځ چین کې ده خو دقیق ځای نه دی معلوم چې دې بوټي لومړی ځل چیري وده کړې وه.

د ملګرو ملتونو پر پاڼه د چایو په اړه زیاته شوې چې داسې شواهد شته چې چای په چین کې ۵۰۰۰ کاله مخکې هم څښل کېدې.