په سمنګان ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی وايي چې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایت د طالبانو د والي ویاند حشمت الله رحماني نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا پیښه تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ د "ګولا" کلي په کان کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د قربانیانو مړي د ماین له تونل څخه ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
رحماني د پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل.
په تیرو وختونو کې ورته پیښو په سمنګان کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارګرانو ژوند اخیستی و.
کارپوهان وايي چې دا ډول پیښې معمولا د میتان ګاز د راټولیدو او د غیر معیاري کانونو د ایستلو له امله رامنځته کیږي.