د ایران د ستر مشر سلاکار علي شمخاني له NBC تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې که پراخ محدودیتونه ورباندي سمدستي لیري شي، تهران چمتو دی خپل اټومي پروګرام محدود کړي.
هغه وویل چې ایران کولی شي د اټومي وسلو پراختیا پریږدي، د لوړو غني شوي یورانیمو څخه لاس واخلي، او د اټومي تاسیساتو تفتیش ته اجازه ورکړي.
شمخاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د بندیزونو د لیرې کولو په صورت کې د ټرمپ له ادارې سره موافقې کولو ته لیواله دی، وویل: "هو."
دا څرګندونې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو اترو تر څلورم پړاو وروسته وشوې. ایران اوس تر ۶۰ سلنه پورې یورانیم غني کوي، چې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې د اجازې تر حد (۳.۶۷ سلنه) پورته او د وسلو تر کچې (۹۰ سلنه) کښته دي.
امریکا او لویدیځ هیوادونه ایران تورنوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو ایران وايي چې د دوی پروګرام په بشپړ ډول سوله ایز دی. په عین حال کې، متحده ایالاتونو د ایران پر اټومي پروګرام او د تیلو پر صنعت نوي بندیزونه لګولو ته دوام ورکړی دی.