په اندونیزیا کې پاته افغان پناه غوښتونکو د چارشنبې په ورځ د استرالیا د سفارت مخې ته لاریون وکړ.
دغو پناه غوښتونکو شعارونه ورکړل چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته دې توجه وشي. د دوی په وینا، استرالیا له ۲۰۱۴م کال راهیسي اندونیزیا ته د ورغلیو افغان پناه غوښتونکو کیسونه نه دي پراسیس کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتونو کې د مېشتو زرګونو افغان پناهغوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټيپياېس" پروګرام به د روانې مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.
تر دې اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا اي ار سي پر دې پرېکړه په انتقاد ویلي چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري.
د «افغان ایوک» په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړو په متحده ایالاتو کې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی دی.