د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې همکارانو يې په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي

عکس له ارشیفه

د برتانیې پخواني سرتیرو ادعا کړې چې د دوی همکارانو په افغانستان او عراق کې ملکي وګړي وژلي دي.

د برتانوي ځانګړو ځواکونو پخوانیو سرتیرو د بي بي سي په پانوراما پروګرام کې ادعا کړې چې د دوی ځینو ملګرو، چې "رواني" چلند یې درلود، په افغانستان او عراق کې یې بې وسلې او بیده ملکي وګړي وژلي.

د نړیوال قانون له مخې، پوځي ځواکونه اجازه نه لري چې د جګړې بندیان یا بې وسلې ملکي وګړي ووژني. دغو تورونو تر یوه لسیزه زیات وخت نیولی دی.

په عین حال کې، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، د دوشنبې په ورځ، د می په ۱۲مه نېټه، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د تورونو په اړه د بي بي سي د نوي راپور په غبرګون کې "د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د حساب ورکولو او عدالت" غوښتنه کړې ده.

د راپور په تړاو د برتانیا دفاع وزارت ویلي چې دوی د روان تحقیقاتي کمیسیون سره همکارۍ ته "په بشپړه توګه ژمن" دي.

وزارت دا هم ویلي چې "دا د دفاع وزارت لپاره مناسبه نه ده چې په دې څیړنه کې د څیړل شویو تورونو په اړه تبصره وکړي."

د تحقیقاتو کمیسیون له ټولو هغو کسانو څخه چې اړونده معلومات لري غوښتنه کړې چې د حقیقت د رونټیا لپاره له دې پروسې سره یوځای شي.