توپان په ننګرهار کې خلکو ته تاوانونه واړول

د جلال‌اباد ښار په ختیځو برخو کې پرون (پنجشنبې) توپان لږ تر لږه ۲۵ تنه ټپیان کړل.

توپان د ښار په څو برخو کې کورونه، تجارتي ملکیتونه او زېربناوې زیانمن کړي دي.

طالب چارواکو ویلي، د دوو مخابراتي برجونو، د لمر پر برېښنا د چلیېدونکې سیستم، او یوې سیمه‌ییزې راډیو په شمول یو شمېر مهمو تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی.

د ښار په بېلابېلو سیمو کې د استوګنې د کورونو ښیښې، د کورونو دننه سامانونه، او د دوکانونو مالونه هم زیانمن شوي دي.

ټپیان د جلال‌اباد ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.

تر دې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او تېزو بادونو وړاندوینه کړې وه.