د پنجشنبې په ماښام بالاخره له سیستین عبادتځای څخه سپین لوګی پورته شو او ورپسې د سینت پیټر کلیسا زنګونه وغږېدل، او دا د دې نښه وه چې کاردینالان له څو پړاوه رای اخیستلو وروسته وتوانېدل چې د نړۍ د کاتولیکانو ۲۶۷م پاپ وټاکي.
کاردینال رابرت فرانسیس، چې لقب یې څوارلسم پاپ لیون دی، په خپله لومړنۍ وینا کې د خبرواترو او سولې غوښتنه وکړه.
څوارلسم پاپ لیون، چې امریکايي دی، د سینټ پیتر کلیسا برنډې ته راووت او خپلو پیروانو یې هرکلی وکړ.
پرون (پنجشنبې) د ماښام په ۶ بجې او ۷ دقیقو، چې سپین لوګی پورته شو، په سینت پیټر میدان کې ګڼ شمېر راټولو شویو خلکو د خوښۍ چغې ووهلې، کشیشانو د صلیب نښه وکښله او راهبو وژړل، په داسې حال کې چې په میدان کې راټول شوي ولس چیغې وهلې: «ژوندی دې وي پاپ!»
د سپین لوګي پورته کېدل دا معنا لري چې ګټونکي لږ تر لږه ۸۹ رایې تر لاسه کړي، چې دا د ۱۳۳ ګډونکوونکو کاردینالانو له جملې څخه د پاپ فرانسیس د ځایناستي د ټاکلو لپاره لازم شمېر و.