د پاکستان ستره محکمه: په نظامي محکمو کې د ملکیانو محاکمه قانوني ده

د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ- عکس ارشیف

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي حکم کې پریکړه وکړه چې په پوځي محکمو کې د ملکي وګړو محاکمه کول قانوني ده، او خپله هغه پرېکړه یې لغوه کړه چې دا کار يې د اساسي قانون پر خلاف بللی و.

دا پریکړه د پخوانۍ پریکړې پر وړاندې د پاکستان د دفاع وزارت تر اعتراض وروسته صادره شوه.

په ۲۰۲۳ کال کې د پخواني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه په ملاتړ د رامنځته شوې ناکرارۍ په جریان کې، تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي په پوځي محکمو کې محاکمه شول. له دغو کسانو ځینې یې تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

د حکومت په وینا، د هغو لاریونونو په جریان کې د پاکستان په څلورو ولایتونو کې پر ۳۹ پوځي تاسیساتو بریدونه شوي دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند په ځواب کې وویل: "مارشل لا د وسله والو ځواکونو ترمنځ د نظم ساتلو لپاره طراحي شوې وه او هیڅکله پر ملکي وګړو د عملي کولو لپاره نه وه."

عمران خان لا هم د فساد په تور په زندان کې دی.