د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه.
د دې خلاف بیا له هند سره د طالبانو اړیکې نژدې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د هند او طالبانو اړیکې ډېرې ترینګلې وې.