سویډن له افغانستان سره دوه میلیونه او دوه لکه ډالر مرسته وکړه

په خوارځواکي اخته افغان ماشوم

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د سویډن د نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره دوه میلیونه او دوه لکه امریکایي ډالر مرسته کړې ده.

په دې مرسته به یولک او پنځه ویشت زره میندو او ماشومانو ته د دریو میاشتو په مخه مغذي خواړه چمتو شي.

د خوړو نړیوال پروګرام دوشنبه( د اپریل اته ویشتمه) په یوه بیان کې وویل چې له افغانستان سره به د سویډن نوې مرسته د لسګونو زرو میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازې موتینتا چیموکا وایي چې سږکال په افغانستان کې دولس لکه میندې په خوارځواکۍ اخته دي او داسې اټکل کیږی چې درې نیم میلیونه ماشومان به په دې ناروغۍ اخته شي.

سویډن له دوه زره یو ویشتم کاله تر دوه زره څلرویشتم کال پورې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پروګرام سره تر دیرش میلیونه ډالرو ډیره مرسته کړې ده.