هندي افسران وایي چې له پاکستاني پوځیانو سره یې ډزې تبادله کړي

د هندي تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې هندي پوځیان په ترهګرو پسې ګرځي April 23, 2025.-ارشیف

هندي چارواکو نن وویل چې د کشمیر په متنازعه سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لنډه نښته شوې ده.

دا خبر وروسته تر دې خپور شوی دی چې د سې شنبې په ورځ د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسله والو نژدې شپږ ویشت تنه ووژل. هند پاکستان تورن کړ چې په دې ترورستي برید کې لاس لري. پاکستان دا تور رد کړی دی.

اسوشیتد پریس اژانس د دریو هندي افسرانو په وینا ویلي دي چې پاکستاني پوځیانو په سپکو وسلو تیره شپه د هندي ځواکونو پر مورچو ډزې وکړې، دغو افسرانو چې په دې شرط یې خبرې کولې چې نومونه به یې نه اخیستل کیږي، څرګنده کړه چې هندي پوځیانو ځوابي برید وکړ او تر اوسه یې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ترلاسه کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د دې نښتې راپور نه تایید کړ او نه یې رد کړ. د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان خبرې کنفرانس ته وویل چې دې ته انتظار کوي چې پوځ دا پښه رسما تایید کړي.