د هند صدراعظم ترهګرو ته خبرداری ورکړ

د هند صدراعظم مودي-ارشیف

د هند صدراعظم خبرداری ورکړ چې د پهلګام په برید کې ښکېلو کسانو ته به له تصوره پورته سزا ورکړي.

نریندرا مودي نن په بیهار کې یوې غونډې ته وویل، هند به هر ترهګر او د هغوی ملاتړي وپيژني، وبه یې څاري او سزا به ورکړي. ښاغلي مودي زیاته کړه چې د دغو بریدونو تر شا لاس لرونکو ترهګرو ته به د هغوی له ملاتړیو سره یوځای سخته سزا ورکړي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی مودي تر خپلې ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې د شوي برید په اړه په یوه عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د خپل حکومت دریځ روښانوي.

د سه شنبې په ورځ د هند تر واک لاندې کشمیر د پهلګام په تفریحي سیمه کې وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړې چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول.